IQNA

د ایران اسلامی جمهوریت به د مقاومت ملاتړ ته هماغه شان دوام و رکړي

5:43 - July 09, 2024
د خبر لمبر: 3489506
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ  عمومی منشي سید حسن نصر ا... ته په یوه پیغام کې ټينګار وکړ،د مقاومتي چورلیز  ملاتړ ته به په قدرت سره  دوام ورکړي.

ایکنانیوز  راپور  راکوي،  د ایران منتخب ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان  د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي ته د مبارکۍ د پیغام په ځواب کې  په ستاینې سره  ټينګار وکړ، د ایران اسلامی جمهوریت تل  د صهیونیستي ناروا رژیم  په   مقابل کې  په سیمې کې د ولسی مقاومت همیشنی پشتیبان او ملاتړی دی.

پزشکیان په دغه پیغام کې ووئيل،  له مقاومت څخه ملاتړ د ایران د اسلامی جمهوریت په اصولي سیاستونو ، دحضرت امام خمینی په آرمانونو  او د اسلامي انقلاب د معظم لارښود په لارښونو کې  ریښه لري او دا به په قدرت سره دوام ومومي.

هغه په دغه پیغام کې زیاته کړې ده ، ډاډ ولرئ  په سمې کې به مقاومتي غورځنګونه اجازت ورنکړي  چې وحشي صهیونیسټي رژيم  د فلسطین دمظلوم ولس او د سیمې دنورو ملتونو په ضد خپلو جنایتکارو او جنګ غواړو سیاستونو ته دوام ورکړي.

د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي  دتیرې شنبې په ورځې  د ایران  نوي منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان ته د مبارکۍ په پیغام کې وئيلي وو،  حزب ا... او نور مقاومتي غورځنګونه  دا یران اسلامی جمهوریت د مقاومت او مستضعفینو یو پیاوړی  او همیشنی پشتیبان  ګڼي.

https://iqna.ir/fa/news/4225715

captcha